افغان حکومت ISI ته په ترهګرۍ کې ددوی دښکیلتیا حیرانونکي شواهد سپارلي

افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د پاکستان د استخباراتو مشر ته داسې اسناد سپارلي، چې هغوی یې حک حیران کړي دي. نوید مختار د سه شنبې د یو پلاوي په ترکیب کې افغانستان ته راغی، ترڅو له افغانستان سره د دریدلو خبرو د پیل او همکارۍ تمثیلي حرکت ترسره کړي، خو هغه څه یې چې په ترهګرۍ کې د پاکستاني استخباراتو د لاس لرلو په اړوند ورته وړاندې شوي، پاکستاني پلاوی یې لار ورکی کړی دی.

ولسمشر غني نويد مختار ته په تنده لهجه ويلي؛ تر هغې پر پاکستان باور نشي کولای ترڅو يي چې په لاندې مواردو کې په اول قدم کې او زر تر زره اقدام ونکړي.

په دې کې اول د کندهار پیښې ته اشاره شوې، ولسمشر له پاکستاني استخباراتو وغوښتل زر تر زره  د کندهار د پېښې (چې اماراتو ډيپلوماټان او افغانان په کې شهيدان شوي) او پر افغان امريکايي پوهنتون د بريد مسؤل مولوي احمد کندهاري چې په کويټه کې د پاکستان د استخباراتو په نظامي هډو کې انتحاريان روزي افغان حکومت ته وسپاري.

دویم لوی شرط د هغو طالب بندیانو په هکله د پاکستان د عاجل اقدام غوښتنه شوې، چې لست یې له وړاندې پاکستان دولت ته سپارل شوی و. د طالب مشرانو ۸۴ کسیز لست چې د کابل لخوا اسلام اباد ته سپارل شوی و د هغې پرضد اقدام وشي.

د خبرو په ترڅ کې درېیمه مهمه مسله په بلخ ولایت کې پر شاهین قولي اردو برید دی، چې پيښور کې طرحه شوی و، او مسولین یې د پاکستاني استخباراتو په لمن کې پراته دي او باید زر تر زره افغان حکومت ته وسپارل شي.

ولسمشر غني همدارنګه نويد مختار سره هغه ثبوتونه هم شريک کړل چې په کې د طالبانو مشران د منصوري عملياتو فرمان د پاکستان له کراچۍ، پېښور، کويټې او شمالي وزیرستان څخه د تليفوني مکالمې له لارې صادروي او په یادو سېمو کې طالب مشران د پاکستاني استخباراتو  په پیره کې او ددوی تر پوښښ لاندې مراکزو کې غونډې کوي، مشورې کوي او په افغانستان کې د بریدونو مستقیم انتظام کوي.

ولسمشر غني د پاکستاني پلاوي په مینځ کې نوید مختار ته مخ ورواړاوه، ورته یې وویل: کوم ښه نیت، څرنګه د همکارۍ تمه، کوم ښه ګاونډيتوب؟ تاسو په پاکستان کې په پاسنیو مواردو کې د ښه نیت او عملي همکارۍ د ثابتولو لپاره اقدام وکړئ، بیا وګورئ‌چې حالات څومره بدلیږي. ولسمشر غني وویل: نورې سولېدلې خبرې بې ګټې دي، وخت به نه په ضایع کوو، تاسو په خپله برخه کې حداقل اقدام وکړئ چې جګړه په ورځو کې کنټرولیږي که نه. ولسمشر وویل: په یوه میاشت کې د جګړې د کنټرول لپاره درڅخه د عملي اقدام غوښتنه کوم، او که داسې نه وي، نور په دغسې تشریفاتي ناستو وخت ضایع کول ندي پکار.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.