بادغیس کې پر طالبانو ځپونکي بریدونه شوي دي

بادغیس کې پر طالبانو ځپونکي بریدونه شوي دي

افغان پوځي چارواکي وايي، هوايي ځواکونو د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو یوه قرارګاه په نښه کړې ده.

 

د چارواکو په خبره، بریدونو کې د دولسو بهرني جنګیالیو په ګډون، ۵۱ طالبان وژل شوي دي.

 

د هوايي بریدونو پر مهال د طالبانو زیات شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

 

د بادغیس ولایت د بالا  مرغاب ولسوالۍ په یو شمېر سیمو طالبانو بریدونه کړي و چې د امنیتي چارواکو په  وینا، دغه بریدونه يې په شا تمبولي دي.

 

نښته کې یو کومانډو ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.