بارنټ روبین وایې د افغانستان ثبات د سرتیرو په لیږد کې نه بلکې په سیمه ییزه همکاری کې دی

یوازې د سرتېرو لېږل د افغانستان کړکیچ نه شي حل کولی. امریکايي لیکوال او د افغانستان د چارو کارپوه بارنټ روبین وايي، په سیمه کې ګڼې نورې ستونزې شته دي چې د افغانستان ستونزه یې سخته کړې ده.
دده په وینا چین د افغانستان د ثبات په برخه کې مهم رول لوبولی شي، نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې له چین سره د افغانستان د ثبات په اړه خبرې وکړي. روبین دا هم ویلي، چې دمګړی چین پر پاکستان تر امریکا ډير نفوذ لري نو کولی شي له هغه په استفادې پر دغه هېواد فشار راوړي او د افغانستان روانو جګړو ته د پای ټکی کېږدي.
هغه دداعش ډلې په اړه ویلي، دا د حیرانتیا خبره ده، چې په ننګرهار کې تر حکومت او امریکا د داعش پر وړاندې طالبان ډيره جګړه کوي. دده په وینا امریکا ته په کار ده، چې له طالبانو سره یو ډول جوړجاړي ته ورسېږي او له دوی سره په ګډه د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.
خو روبین دا هم ویلي، چې دا یوازینۍ لار نه ده. بارونټ له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې چین او هند په سیمه کې د چټک پرمختګ لرونکي هېوادونه دي او باید امریکا دوی ته زمینه برابره کړي چې د خپلې ودې تر څنګ د افغانستان د پرمختګ لپاره هڅې وکړي او که افغانستان امن شي نو دغه دوه هېوادونه به ستره سیمه ییزه سوداګري او پرمختګ رامنځ ته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.