بدخشان ته د برېښنا رسوونې پروژې تړون لاسیلک شو

بدخشان ته د برېښنا رسوونې پروژې تړون لاسیلک شو

د مالیې وزارت او اغاخان پراختیایي بنسټ ترمنځ بدخشان ولایت ته د ۶۳۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژې قرارداد لاسلیک شو.
د مالیې وزارت سرپرست محمد همایون قیومي، او اغاخان پراختیایي بنسټ اجرائیوي رئیس لطاف کاسم ترمنځ بدخشان ولایت ته د ۶۳۱ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د برېښنا رسونې پروژې قرارداد نن د چنګاښ میاشتې په ۳۱ مه نېټه د مالیې وزارت په خیبر هال کې لاسلیک شو.
د مالیې وزارت سرپرست د قرارداد لاسلیکولو په اړه ویلي:” د عامه او خصوصي مشارکت له لارې خصوصي پانګونه او د انرژۍ په برخه کې خپلواکي د حکومت پالیسي او موخه ده. بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې په پروژه کې د لېږد کرښې جوړښت، د تولید او وېش شبکې او د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو برېښنا پراخول شامل دي.”
نوموړي زیاته کړې: ” په ټولیزه توګه نوموړې پروژه کې د ۹۱ میګاواټه برېښنا تولید، د ۱۱۰ کلیو ولټه برېښنا لېږدولو کرښه او د بدخشان ولایت ټولو ولسوالیو ته د برېښنا وېشل شامل دي، چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې پلي کېږي.
د اغاخان بورډ اجرائیوي بورډ رئیس هم ویلي:” موږ ته دغه قرارداد ډېر ارزښتمند دی، بدخشان ولایت ته د برېښنا رسونې پروژې پلي کول، د دې ولایت د خلکو اړتیاوو پوره کولو ترڅنګ په نورو بنسټیزو سکټورونو هم اغېز لري. موږ غواړو د افغانستان له حکومت سره په ګډه دغه پروژه پلي کړو کړو.”
د یادونې وړده، چې د دې پروژې د قرارداد موده ۳۰ کاله ده او په څو پړاوونو کې به پلي شي او هر پړاو یې اووه کاله نیسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.