برمته كول پاى مومي

امنيتي چارواكيپه غزني كې د برمته كولو د مخنيوي په موخه نوي ځواكونه ځاى پرځاى كيږي. په غزني كې امنيتي چارواكي وايي چې تر څلور سوو پورې محلي پوليس به د جاغوروي، ګيلان او قرباغ ولسواليو په لارو كې ځاى پرځاى شي.

د غزني د امنيې قوماندان وايي چې ۳۵ امنيتي پوستې به د دغه لارو په اوږدو كې ځاى پرځاى شي ترڅو د يادو ولسواليو اوسيدونكي په ډاډه زړه غزني ښار ته تګ راتګ وكړي. تر دې وړاندې څو ځلې په دې لارو ځينې هغه كسان برمته شول چې له جاغوريو د غزني ښار ته راتلل.

د غزني د امنيې قوماندان جنرال امين الله امرخيل وايي چې داكسان به د لارې امنيت ساتي. هغه دغه سيمه ييزو پوليسو ته خبردارى وركوي چې د سياستوالو د ګټو ښكار نه شي او خپلې وسلې وساتي. تر دې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې په دغه ولايت كې يو شمير سيمه ييزو پوليسو خپلې وسلې پلورلې دي.

د غزني د ملي امنيت رييس تر دې وړاندې ويلي وو هغه پيسې او امكانات شخصي جيبونو ته ځي چې په دغه ولايت كې د امنيتي ځواكونو په نامه راځي، خو هغه د كوم ځانګړي شخص او يا ادارې نوم نه دى ياد كړى.

د غزني د جاغوريو ولسوالې اوسيدونكو او د ولايتي شورا يو شمير غړو تر دې وړاندې ډېر ځله له حكومت غوښتي وو چې د لارو په هغو سيمو كې امنيتي ځواكونه ځاى پرځاى كړي چې ډير ځله په كې ملكي خلك تښتول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.