برښنا شركت د ورځې يو ميليون افغانۍ زيان ويني

برښناکیږي چې کابل ښاریان برښنا نه لري او يا هم په څلور ويشتوساعتونو كې يو يا دوه ساعته برښنا لري. دا ستونزه له هغه وروسته رامنځ ته شوه د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کې د ازبکستان د وارداتي بریښنا ستنې ويجاړې شوې، خوتراوسه هم نه دي جوړې شوې.

په حكومتي مشرانو له دې امله سختې نيوكې كيږي چې چارواكي په هرډول شرايطو كې څلورويشت ساعته برښنا لري، خو عام خلك يې بيا هيڅ نه لري. كابل ښاريان وايي حكومت د خلكو په فكر كې نه دى او يوازې تشې ژمنې كوي.

كه څه هم چې مخكې ويل كيده چې دا ستنې د وسله والو طالبانو له هغه وروسته ونړول شوې چې حكومت په ډنډ غوري كې عمليات پيل كړل، خو د برښنا شركت يوه سرچينه وايي چې د دې سيمې خلك وايي په هغه صورت كې به دا ستنې بيرته جوړې شي چې دوى ته هم برښنا وركړل شي. دوى وايي له څو كلونو را په ديخوا يې په سر برښنا نورو سيمو ته ليږدول شوې، خو دوى ته نه ده وركړل شوې.

د برښنا شركت مسولين بيا انديښنه ښيي چې كه د دغه خلكو دا غوښتنه ومنل شي نو ښايي دا ډول غوښتنې به ډيرې او دغه شركت به له ستونزو سره مخ شي. په شهاب الدين ډنډ كې د برښنا د بياجوړول امنيت ته هم اړتيا لري چې امنيتي ځواكونه او په تيره بيا د دفاع وزارت نه دى توانيدلى چې طالبان په شا كړي.

د بغلان والي عبدالستار بارز بيا وايي چې د عملياتو د ټكنيتوب لامل (غبار) دى چې هركله ورك شي نو عمليات به پرمخ لاړشي او د برښنا ستنې د ترميم له پاره به زمينه برابره شي. دې ستونزې نه يوازې خلك له ستونزو سره مخ  كړي بلكې د دولت باور يې هم زيانمن كړى او هره ورځ برښنا شركت ته يو ميليون افغانۍ زيان رسيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.