بریتانیا د پاکستانیانو پرمخ خپلې دروازې وتړلې

پاکستان پاسپورټپاکستاني رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې د بریتانیا سفارت د هغو زرګونو پاکستانیانو د وېزو درخواستونه رد کړي، چې غوښتل یې بریتانیا ته لاړ شي.

پاکستانۍ ورځپاڼه اکسپرس تریبیون وايي، په اسلام اباد کې د انګلستان سفارت او په کراچۍ او لاهور کې یې قونسلګرۍ سره له دې چې کاملاً فعالې دي خو یو اوږد مهال وشو، چې پاکستاني وګړو ته وېزې نه صادروي. حتی انګلستان سفارت د هغو خلکو د ویزو درخواستونه هم رد کړي، چې په وروستیو میاشتو او کلونو کې یې بریتانیا ته متعدد سفرونه لرلي دي.

د انګلستان سفارت په دې هکله چې ولې پاکستانیانو ته ویزې نا صادروي تراوسه څه ندي ويلي. په وروستیو کې د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو د ناقانونه کډوالو پروړاندې ترټولو سخت شرایط وضع کړل په ځانګړې توګه پاکستانیانو ته تر بل هرچا شرايط سخت شول. دوې اونۍ وړاندې یوې مسافر وړونکې الوتکې له اروپا نه ناقانونه پاکستاني کډوال بیرته اسلام اباد ته راستانه کړل خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت ددغو کسانو له منلو ډډه وکړه او هغوی یې په هماغه الوتکه کې بیرته یونان ته ور ولېږل.

پاکستان په شدت سره د ناقانونه پاکستاني کډوالو د بیرته ستنولو پرسره پر اورپايي هېوادونو انتقاد لري او ادعا کوي، چې اروپايي هېوادونه پرته له دې چې د ناقانونه کډوالو اسناد پیدا کړي او د هغوی هویت تشخیص کړي چې پاکستانیان دي که نه، هغوی پاکستان ته راستنوي. دوی وايي، هرڅوک چې هویت یې په اروپا کې تشخیص شوی ندی، اروپايانو ته پاکستانی ښکاره شوی او پرپاکستان یې ټپ کړی دی.

پاکستان اعلان کړی، که اروپايي ټولنه د پاکستان ناقانونه کډوال راستنوي نو د هغوی د هویت موضوع باید په لومړي سر کې په پوره اسنادو شواهدو کره کړي، چې هغوی پاکستانیان دي. ښايي د انګلستان د سفارت او قونسلګرو له خوا پاکستاني افرادو ته د ویزو د نه صدور اصلي لامل داوي، چې په امریکا او اروپا کې وروستي تروریستي بریدونه پاکستاني ترهګرو وکړل.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.