برېټانیا له افغان ولسمشریزو ټاکنو سره د ۱۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه

برېټانیا له افغان ولسمشریزو ټاکنو سره د ۱۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه

محور؛ پنجشنبه، د زمري میاشتې ۲۴ مه:

کابل کې د برېټانیا سفارت د افغانستان د جمهوري ریاست له ټاکنو سره د نږدې ۱۰ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

د سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هېواد یې افغانستان کې له ولسواکه پروسو ټینګ ملاتړ کوي.

ټویټ کې ویل شوي چې ټاکنې کولای شي افغانانو ته فرصت ورکړي تر څو خپل برخه لیک وټاکي.

افغانستان لپاره د برېټانیې سفیرې الیسون بلک ویلي:

“زه خوښه یم چې برتانیه ددې مرستې له لارې کولای شي ددې ډیموکراټيک بهیر ملاتړ وکړي. برتانیه په افغانستان کې د ټاکنو له ترسره کېدو کلک ملاتړ کوي ترڅو د افغانستان خلک وکولای شي د خپل هېواد راتلونکې کې خپل برحقه ونډه واخلي.”

د افغانستان جمهوري ریاست ټاکنو لپاره نږدې ۱۹۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې نږدې ۱۰۰ میلیونه یې د حکومت له بودیجې، پاتې نور د امریکا، بریټانیې او ځينو نورو هېوادونو له لوري ورکول کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.