بس: د ټاکنو امنیت برخه کې افغان ځواکونو سره مرسته کوو

بس: د ټاکنو امنیت برخه کې افغان ځواکونو سره مرسته کوو

محور؛ شنبه، د وږی میاشتې ۲ مه:

کابل کې د امریکا سفیر جان بس بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، تر هغه چې د افغانستان له لوري د ګواښ نه راپورته کېدو بشپړ ډاډ نه وي تر لاسه شوی، امریکايي ځواکونه به دغه هېواد پرېنږدي.

 نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی چې له ټاکنو ورته سوله مهمه ده.

د امریکا دغه چارواکي زیاته کړې؛ د راروانو ټاکنو د امنیت په خوندي کولو کې به له افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه همکاري وکړي، چې ټاکنې خوندي او ډاډمنې تر سره شي.

د امریکا سفیر جان بس وایي: مونږ ته سوله او ټاکنې دواړه غوره دی؛ خو د افغانستان د خلکو غوښتنه سوله ده او له همدې کبله مونږ ته هم لومړیتوب لري. که د سولې بهیر له خنډ سره مخ شي؛ باید ټاکنې پخپل وخت تر سره شي او  مونږ هم د ټاکنو د بهیر د امنیت خوندي کولو لپاره بشپړ چمتووالی لرو.

 هغه ټینګار کړی، تر هغې چې امریکا ته د افغانستان له لوري د ګواښ نه رامنځته کیدو بشپړ ډاډ تر لاسه نشي امریکایي ځواکونه به له دې هېواده ونه وځي.

د سفیر د څرګندونو له مخې؛ د ځواکونو ایستل د طالبانو له هغې ژمنې سره تړاو لري، چې د ګواښونو په اړه امریکا ډاډمنه کړي؛ خو مونږ به د داعش په وړاندې له افغانان ځواکونو سره خپله همکاري روانه ساتو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.