بس: طالبان هم سوله یادوي هم د افغانستان تاسیسات ورانوي

بس: طالبان هم سوله یادوي هم د افغانستان تاسیسات ورانوي

محور؛ چهارشنبه، د وږی میاشتې ۶ مه:

کابل کې د امریکات سفیر جان بس پر سلام مخابراتي شبکې د طالبانو وروستي بریدونه غندلي دي.

بس پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، طالبان وايي چې سوله غواړو او د سولې وروستۍ موافقې ته نږدې یوو، په عین وخت کې بیا پر مخابراتي شبکو او تاسیساتو بریدونه ترسره کوي.

د هغه په خبره، مونږ د طالبانو خبرو ته غوږ ونیسو، که د هغوی عمل ته؟

بس پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې طالبانو نن میدان وردګو او خوست ولایتونو کې د سلام مخابراتي شبکو پر انتنونو بریدونه وکړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.