بس: ولسي جرګه کې لانجه د افغان ځواکونو په روحیه ناسم آغېز کوي کابل کې د امریکا سفیر جان بس ویلي، د افغانستان د ولسي جرګې لانجې ددې هېواد په خیر نه دي. هغه ویلي چې دغه جنجالونه د افغان ځواکونو په روحیه ناسم تاثیر کوي، ځکه دغه سرتېري د ملي ګټو لپاره قرباني ورکوي. نوموړي د ولسي جرګې له غړو غوښتي چې د شخصي ګتو پر ځای دې ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او ستونزه دې. دا لومړنی بهرنی ډیپلماټ دی چې ولسي جرګه کې له لانجو اندېښنه څرګندوي. د ولسي جرګې غړي تر اوسه د رییس او اداري پلاوي ټاکلو پر سر نه دي سلا شوي.
Leave a Reply