بشري حقونو سازمان: آی اس آی دې د ګلالۍ اسماعیل د کورنۍ له ځورولو لاس واخلي

بشري حقونو سازمان: آی اس آی دې د ګلالۍ اسماعیل د کورنۍ له ځورولو لاس واخلي

د بشري حقونو سازمان د پاکستان له استخباراتو غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښې غړې ګلالۍ اسماعیل د کورنۍ له ځورولو لاس واخلي.

پاکستان کې بشر د حقوقو سازمان وايي، پاکستاني استخبارات د مدني فعالانو او هغه کسانو پرضد له تشدد څخه کار اخلي کوم چې په سوله ییز ډول خپلې مبارزې پر مخ وړي.

 د ګلالۍ اسماعيل پلار پروفيسر اسماعيل ډیوه راډیو ته ويلي لور يې د جون میاشتې له دوېشتمې نېټې بې درکه ده او دوي سره يې هيڅ مالومات نشته.

پاکستانیو ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښ غړي، محسن داوړ او علي وزیر هم نیولي چې لا هم بندیان دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.