بغلانیان: د محب وروستۍ څرګندونې، د افغان ولس څرګندونې دي

بغلانیان: د محب وروستۍ څرګندونې، د افغان ولس څرګندونې دي

بغلان کې تېر ماښام د افغان سولې په اړه د هیواد د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله  محب په ملاتړ او د امریکا دورستیو غبرګونونو پرضد ولسي غونډه کې قومي مشرانو ویلي، چې د محب وروستۍ څرګندونې د ټول افغان ولس څرګندونې دي او چاته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په سوله کې لاس وهنه وکړي .

غوڼډه کې مدني فعالانو ویلي  چې امریکا د تیر اتلس کلن حکومت لاس ته راوړنې له پامه غورځوي او په سوله کې هغه څه ته لومړیتوب ورکوي چې خپله ګټه یې په کې وي.

 

غونډه کې قومي مشر عبدالکریم شینواري ویلي، افغانستان تل پاتې سولې ته اړتیا لري، نه هغې سولې ته چې د یو څو اشخاصو ګټې په کې خوندي وي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې د سولې بهیر باید د افغان حکومت په مشرۍ مخ ته لاړ شي او دلته له ټولو سیاسي احزابو سره پرې مشوره وشي.

 

مدني فعال جواد توانا بیا ویلي، چې افغانان داسې سوله غواړي تر څو د هېواد تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې په کې خوندي شي.

 

غونډه کې د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محبه د ملاتړ ترڅنګ خلکو ویلي نړیوال هېوادونه د افغانستان تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې له پامه غورځوي او د داسې کارونو د ترسره کېدو هڅه کوي چې یوازې د دوی غوښتنې په کې مطرح شي.

قومي مشران او مدني فعالان ددې غونډې پرمهال وايي چې د سولې په اړه د حمدالله محب څرګندونې د افغانستان د ټول ولس په زړه څرګندونې دي او هیچاته به ددې مجال ورنه کړي چې د افغانستان د پولې له بیرونه په افغان سیاسیونو او د افغانستان په سوله کې غیرمسؤلانه کارونه او اقدامونه ترسره کړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published.