Enter link text

#

د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم جمعیت ګوند پورې تړلو کسانو لویو لارو کې شخصي چیک پاینټونه جوړ کړي او هغه پښتانه چې په دې لارو تېرېږي، له موټرو یې کوزوي او وهي يې.

څو شپې وړاندې وسله والو طالبانو نهرین ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو په نوم د ځینو وسله ولو پر پوستو بریدونه کړي و چې اوس یو شمېر کسانو دغې جګړې ته قومي رنګ ورکړی دی او غچ یې له عام وګړو اخلي.

د بغلان د والي ویاند محمود حقمل بیا دغه موضوع رد کړې دې او ویلي یې دي، هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپاري چې له دولتي  امکانانو په استفادې غواړي ځانګړي ټبرونه وځوروي.

د نهرین قومي مشران وايي چې دې ولسوالۍ کې د پښتنو د نیولو او زورولو لپاره شخصي بندخونې او چک پاینتونه جوړ  شوي  او  په یو  ډول ځينې کړۍ په دې ولسوالۍ کې غواړي چې دولسي پاڅون کوونکو او طالبانو ترمنځ جګړو ته قومي بڼه ورکړي.

 د نهرین اوسیدونکي وايي ډېر کله په دې ولسوالۍ کې چې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې ترسره کیږي حاکم د نورو توکمونو مسوولین دغه جګړې په پښتنو ورتپي او له امله یې په بیلابیلو نومونو ددې ولسوالۍ میشتو پښتنو ته ستونزې جوړوي .

باور دا دی چې شمال کې د جګړې د شدت یو لامل د ځانګړو کړیو لخوا د پښتنو ځورول دي چې دوی اړ کړي د وسله والو طالبانو لیکو ته ورشي.

شمال کې خلک له حکومت غوښتنه کوي چې نامسووله وسله وال  دې یا وځپي یا دې د قانون منګولو ته وسپاري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.