بغلانیان وایی عملیات سم نه رهبري کیږي

بغلانبغلان کې د وسله والو پرضد عملیات ټکني پرمخ ځي. د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس وایی د عملیاتو له پیل را په دیخوا د ډنډ غوري د عملیاتو قوماندانان څو ځلې بدل شوي، خو عملیات هیڅ لاس ته راوړنه نه لري.

د بغلان د ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني  وایی د هرې ورځې په تیریدو د دغه جګړې ساحه پراختیا مومي او وسله وال نورو سیمو ته نفوذ کوي، خو  حکومت دا جګړه سمه نه رهبري کوي.

د بغلان اوسیدونکي هم وايی که دا جګړه او عملیات په دغه موسم کې بریالي نه شي، نو د پسرلي په رارسیدو سره به جګړه نورو سیمو ته هم وغځیږي. دوی وایی حکومت په دې اړه بې پروا دی.

داکسان وايی د بغلان د ډنډې غوري سیمه کې د وسلوالو پرضد عملیات له تېرې سې شنبې را هیسې پیل شوي، خو نه یواځې ډنډ  شهاب الدین او ډنډ غوري سیمې له وسلوالو نه دې پاکې شوي بلکې د جګړو لمن د مرکزي بغلان، تاله او برفک، دوشي، نهرین او برکې ولسوالیو ته پراخه شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.