بغلان كې يوه بندي ځان وژنه كړې

بغلان - ده صلاحپه بغلان كې يوه بندي ځان وژنه كړې ده. په بغلان كې د پوليسو چارواكي وايي دا پيښه په مركزي بغلان كې شوې ده. د مركزي بغلان د پوليسو چارواكي وايي دا شخص صالح محمد نوميده چې د مركزي بغلان اوسيدونكى و او نيژدې يوه مياشت وړاندې د خپلې ښځې د وژلو په جرم بندي و.

دا چارواكي وايي چې صالح محمد چې روانې ناروغي يې هم درلوده د زندان په تشناب كې ځان غرغره كړى دى. د بغلان د پولسو وياند ذبيح الله شجاع وايي نوموړي د پنجشنبه په ورځ په پرتوګاښ ځان  غرغره كړى دى.

صالح محمد يوه مياشت وړاندې خپله ښځه وژلې وه او كله چې د نيژدې كورو خلك ورټول شوي وو پر هغوى يې هم بريد كړى و چې اته تنه يې سوځيدلي وو. د سوځيدلو له ډلې دوو تنو د ټپونو له امله ژوند له لاسه وركړى و.

Leave a Reply

Your email address will not be published.