بغلان کې د حمدالله محب د وروستي دریځ ننګه شوې

بغلان کې د حمدالله محب د وروستي دریځ ننګه شوې

بغلان کې د افغان سولې په اړه د هیواد د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله  محب په ملاتړ او د امریکا دورستیو غبرګونونو پرضد ولسي مطبوعاتي کنفرانس کې قومي مشرانو د حمدالله محب څرګندونې د افغانستان په ګټه بللي او ملاتړ یې ترې اعلان کړ.

قومي مشرانو ویلي هغه سوله چې د بندو دروازو ترشا او د امریکا په فرمایش وي غوښتونکي یې نه دي او که داځل د محب پرضد  امریکا غبرګون وښيي تیار دي چې په مدني حرکتو لاس پورې کړي

مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ملي امنیت شورا د سلاکارحمدالله محب  له وروستیو څرګندونو د ملاتړ او د امریکا دغبرګونونو پروړاندې مطبوعاتي کنفرانس جوړشوی و.

د مطبوعاتي کنفرانس ګډونوال وايي چې افغان ځوان سیاستوال او د ملي امنیت شورا سلاکار  حمدالله محب د افغان سولې په اړه کړې څرګندونې دافغانستان د ولس څرګندونې دي .

دوی وايي چې د محب ملاتړ کوي او د امریکې دبهرنیو چارو وزارت  ته دا حق نه ورکوي چې د ولس په غږ جګولو دې حمدالله محب احضار کړي.

د بغلان قومي مشران  وايي چې د بندو دروازو ترشا د امریکا په غوښتنه سوله نه افغانانو ته د منلونه  ده او نه به افغانان دداسې لوري سره په افغان سوله رضاشي چې ملي ارزښتونه او ګټې پکې خوندي نه وي.

قومي مشران وايي چې  جګړې قرباني په افغانستان کې له افغانانو اخیستې او په سوله کې یې هم باید افغانان په خپلواک ډول ښکلېل وي  چې اوس امریکاپه دې هڅه کې ده افغان سیاسیون په دې ډول غبرګونونو سره ترخپل تاثیرلاندې راولي او دخوښې سوله یې پرې تطبیق کړي چې څوک به اجازه ورنه کړي .

Leave a Reply

Your email address will not be published.