بغلان کې د طالبانو مشهور قوماندان ووژل شو

بغلان کې د طالبانو مشهور قوماندان ووژل شو

د بغلان ولایت پلخمري ولسوالۍ اړوند چشمه شېر سیمه کې افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.

 

امنیتي چارواکیو ویلي، د عملیاتو پر مهال د قاري منصور په نوم د طالبانو یو مشهور قوماندان له خپلو درېیو ملګرو سره وژل شوی دی.

 

د چارواکیو په  وینا، د عملیاتو په جریان کې یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

 

افغان ځواکونو خپل لوري ته د مرګ ژوبلې اوښتې یادونه نه ده کړې او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي

Leave a Reply

Your email address will not be published.