بغلان کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي

بغلان کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل شوي

د بغلان ولایت مرکز پلخمري اړوند ډنډ غوري او یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر ضد پراخ چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

 

سیمه ییزې سرچینې وايي، یاد عملیات تېره شپه ناوخته د افغان کومانډو ځواکونو لخوا پیل شوي چې هوايي ملاتړ هم ورسره دی.

 

د سرچینو په خبره، د تېرې شپې په عملیاتو کې لسګونه طالبان وژل شوي دي؛ خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی مالوم.

 

ویل کېږي افغان ځواکونه به نن دهنه غوري ولسوالي چې کلونه کېږي د طالبانو په ولکه کې ده،  نن يې د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کېږي؛ خو رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

بغلان کې د طالبانو پر ضد دغه عملیات وروسته له هغه پیلېږي چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د بغلان ولایت پر امنیه قوماندانۍ ډله ییز وسله وال برید وکړ چې لسګونه نظامي او ملکي کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

 

د کورنیو چارو وزارت ارشد معین خوشحال سادات چې تېره ورځ بغلان ته تللی و، د نوي امنیه قوماندان او د امنیت امر د معرفۍ په مراسمو کې خبرداری ورکړی، چې د بغلان د پولیسو په لیکو کې نور غفلت د منلو وړ نه دی او نوي مسوولین باید اصلاحات راولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.