بغلان کې صحرایی محکمه

بغلانپه بغلان کې دوه تنه په یوه صحرایی محکمه کې وژل شوي دي. دا پیښه تیره شپه لس بجې د بغلان په ده صلاح ولسوالی کې شوې ده. یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یي یاد شي وایی دا دوه تنه «یو ښځه او یو نارینه» د خپلوانو له خوا د نامشروع جنسي اړیکو په تور وژل شوي دي.

د بغلان د ده صلاح ولسوالی د ټولنیزې شورا رییس هم دا پیښه تایید کړې ده. بلخوا په بغلان کې یو تن  خپله ښځه د تیشې په وسیله وژلې ده.

د مرکزي بغلان د امنیې قوماندان محب الله کوهستانی دا خبر تاییدوي او وایی کله چې ګاونډیانو د ښځې مرستې ته کور ته ورغلي قهریدلي سړي د غاز د بالون په ګوذار سره یوبل تن هم وژلی او اته نور یي ټپیان کړي دي. هغه وایي د پیښې ټپیان د کندز روغتون ته لیږدول شوي او وژونکی هم نیول شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.