بغلان کې له افغان سولې بهیر ملاتړ شوی دی

بغلان کې له افغان سولې بهیر ملاتړ شوی دی

بغلان کې دیني علماوو د سولې له بین الافغاني مذاکراتو خپل ملاتړ اعلان کړی دی


بغلان کې یو  شمېر دینی عالمانو له سولې او افغان ځواکونو د ملاتړ اعلانونو ترڅنګ د طالب چارواکي عباس ستانکزي خبرې  وغندلي چې ویلي یې و هېواد کې دې ملي اردو وپاشل شي .


دیني عالمانو
له طالبانو وغوښتل چې خپلې وسلې په ځمکه کیږدی او دسولې رامنځته کولو په موخه له افغان دولت سره خبری وکړی.
دیني عالمان وايي ځينې بهرنۍ قدرتونه هڅه کوي چې د افغانستان ملي پوځ د طالبانو دیوشمیر مشرانو په غوښتنو وپاشي او په هېوادکې دتېرې یوې نیمې لسیزې لاسته راوړنې دسولې قرباني کړي .


دلته نیوکې شته چې نړیوال قدرتونه افغانستان کې دجګړې اورته لمن وهي او نه غواړي چې بین الافغاني تل پاتې سوله دې په افغانستان کې راشي .

 بغلان کې ددینې عالمانو غوښتنې دادي  چې حکومت دې  د سولې په خبرو کې  ځواکمن دریځ خپل کړي او پروړاندې دې دشته خنډونو  دلمنځه وړلو سربېره د ټولو خواو حقونه خوندي وساتي .

Leave a Reply

Your email address will not be published.