بغلان کې ۴ تنه له نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوي

بغلان کې ۴ تنه له نشه يي توکو سره یو ځای نیول شوي

د بغلان امنیه قوماندان اکرام الدین سریع وايي چې له مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو له لوري په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د مخدره توکو څلور قاچاق وړونکي په خنجانو، شمرق امنیتي کمربند او پلخمري کې له ۵۲ کیلو ګرامه چرسو سره یو ځای نیول شوي .

 

آمنیه قومندان وايي قاچاق وړونکو مخدره توکي په درې موټرو ( مازدا، سراچې او کرولا) کې په ماهرانه ډول ځای پرځای کړي و چې له مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت پولیسو د کشفي بنسټونو په مرستې او بشپړې همغږۍ سره نیولي .

 

دامنیتي مسوولینو په خبره، د مخدره توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي کسان د کشفي ارګانونو ترڅېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کیږي .

 

بغلان تر ډېره د شمالي ولایتونو دروازه بلل کیږي چې زیات وختونه په کې قاچاق وړونکي کابل  او مرکزي ولایتونو ته له همدې لارې مخدره توکي رسوي  چې یوه زیاته برخه دغه ډله قاچاقبران همدې ولایت کې  د پو لیسو له لوري نیول کیږي .

خبریال: نور ګل اندړوال ـ بغلان

محور

Leave a Reply

Your email address will not be published.