پر خپلې مور د تبر ګوزارونه

زوی خپله مور وژلې ده

د بغلان په مرکز پلخمري کې یو زوی خپله مور د تبر په ګوزارونو وژلې ده

د بغلان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر ویلي، دغه پېښه تېر ماښام د پلخمري ښار اړوند دویمې سمنټ خانې سیمه کې رامنځته شوې ده

د امنیت امر په خبره، تر اوسه مالومه نه ده چې دغه کس ولې خپله مور وژلې ده

پولیس وايي، قاتل د پولیسو له لوري نیول شوی او اوس مهال ترې څېړنې روانې دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.