بلخ د چرګانو غوښې او لبنیانو تولید له اړخه ځان بساینې ته ورسېد

بلخ د چرګانو غوښې او لبنیانو تولید له اړخه ځان بساینې ته ورسېد

بلخ ولایت د چرګانو د غوښې او لبنیانو د تولید له اړخه ځان بساینې ته رسېدلی دی.

د چرګانو د غوښې او لبنیاتو تولیدوونکي وايي، دوی هره ورځ په لسګونه ټنه غوښه او لبنیات تولیدوي.

دوی ټینګار کوي چې اوس آن کولای شي د شمالي ولایتونو اړتیاوي هم پوره کړي.

د چرګانو د غوښې تولیدوونکو په حکومت نیوکه کړې چې لازمې مرستې يې ورسره نه دې کړي.

هغوی ډاډ ورکړی چې د دوی کار خونې او فارمونه له بهرنیو محصولاتو سره د سیالۍ وړتیا لري او کولای شي چې په اوس وخت کې د شمالي ولایتونو اړتیاوې پوره کړي.

دوی له حکومت څخه غواړي چې د ورته بهرنیو وارداتو مخه ونیسي.

بلخوا د بلخ د سوداګرۍ خونه هم مني چې د بهرنیو توکو واردیدو، د کورنیو تولیداتو بازار ته زیان رسولی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.