بلخ کې د جمعیت ګوند یو پخوانی قوماندان وژل شوی

بلخ کې د جمعیت ګوند یو پخوانی قوماندان وژل شوی

د بلخ ولایت په زاري ولسوالۍ کې تېره شپه وسله والو طالبانو د جمعیت ګوند په قوماندان عبدالجبار برید کړی دی.

د بلخ د پولیسو مشر محمد اجمل فایز رسنیو ته ویلي: پر عبدالجبار تېره شپه د طالبانو لخوا برید شوی دی.

د فایز په خبره: برید کې عبدالجبار له خپلو پنځوو ملګرو سره وژل شوی دی او څو تنه نور ټپیان دي.

زاري ولسوالي د بلخ یو له ناامنه ولسوالیو بلل کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.