بلخ کې نامسووله وسله وال نیول شوي دي

بلخ کې نامسووله وسله وال نیول شوي دي

د کورنیو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو بلخ کې درې نامسووله وسله  وال له وسلو سره یو ځای نیولي دي.

دغه کسان تېره ورځ د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د بلخ ولایت د نهر شاهي ولسوالۍ له اړوند سیمې نیول شوې دي.

ویل کېږي دغو کسانو په ځینو جنايي پېښو کې لاس درلود.

د بلخ پولیسو دوه اوونۍ مخکې هم د نامسووله وسله والو یوه لس کسیزه ډله مزار شریف کې نیولې وه.

د نامسووله وسله والو او زوراکو پر ضد د حکومت وروستۍ لاسته راوړنې د کندهار ځواناتو هم ستایلي دي او له ولسمشر يې غوښتي چې دغه بهیر لا پسې چټک کړي

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.