بلخ کې پر طالبانو مرګوندی هوايي برید شوی دی

بلخ کې پر طالبانو مرګوندی هوايي برید شوی دی

د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ په بودنه کلا سیمه کې د هوایي بریدونو پر مهال، ۴۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

برید کې د عبدالغني، حنان، نبي، ملا نسیم، رسول جان، مولوي جاوېد، مولوي نجیب، مولوي نذیر او عبدالحي په نومونو د طالبانو مشهور قوماندانان او ملکي مسوولین وژل شوي دي.

دغه برید نن سهار دوه بجې ترسره شوی دی.

شاهین قول اردو وايي، برید کې زیات شمېر نور طالبان ټپیات هم دي، خو دقیق شمېر يې نه دی مالوم.

Leave a Reply

Your email address will not be published.