بلخ کې ځانګړو ځواکونو ۳۴ نامسووله وسله وال نیولي دي

بلخ کې ځانګړو ځواکونو ۳۴ نامسووله وسله وال نیولي دي

د بلخ ولایت په مزار شریف او یو شمېر ولسوالیو کې افغان ځانګړو ځواکونو ۳۴ نامسووله وسله وال بې وسلې کړي او نیولي دي.

 

کورنیو چارو وزارت وايي، له نیول شویو کسانو څخه زیات شمېر بېلا بېل ډولې وسلې او پرمختللي موټر نیول شوي.

 

ویل کېږي دغو کسانو د ښار به بې نظمۍ کې لاس درلود او ځینو مواردو کې يې غلا او قتلونه هم کول.

 

دا درېیم ځل دی چې ځانګړي ځواکونه بلخ کې د نامسووله وسله والو پر ضد بریالي عملیات ترسره کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.