بلخ کې ۳۰۰ تاریخي اثار د له منځه تللو ګواښ سره مخ دي

بلخ کې ۳۰۰ تاریخي اثار د له منځه تللو ګواښ سره مخ دي

د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، دغه ولایت کې ۳۰۰ تاریخي اثار د له منځه تللو له جدي ګواښ سره مخ دي.

 

مسوولین اندېښنه څرګندوي چې دغه موضوع يې په وار وار له مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده، خو حکومت تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی.

 

هغوی وايي، که چېرې دغې برخې ته جدي پاملرنه ونه شي، ممکن په لنډ وخت کې شته تاریخي اثار ټول له منځه ولاړ شي.

 

د فرهنګي چارو یو شمېر شنونکي ددې اثارو له وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که چېرې دغو اثارو ته سم ځای جوړ او د معرفۍ لپاره يې مناسب ځای موجود وي، د بلخ موزیم به آن بهرني سیلانیان راجلب کړي.

 

بلخ ولایت تر ۱۳۶۰ کال پورې زیات تاریخي اثار درلودل چې وروسته بیا ملي موزیم ته ولېږدول شول او کابل کې د جګړو له امله، ځینې غلا او ځینې له منځه لاړل.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.