بلوخین؛ د افغانستان په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د قدرت “لافې” دي

بلوخین؛ د افغانستان په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د قدرت “لافې” دي

د روسیې د امنیتي ستونزو اکاډمي د څېړنو مرکز چارپوه کستانتین بلوخین د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې یوازې د قدرت ښودنې له پاره یوه لافه بللې ده.

لوخین ویلي، “د افغانستان تجروبو ښودلې چې هېواد یې د داسې امپراطوریو هدیره ده چې غوښتل یې په خپلو ځانګړیو وسلو او ځواک سره دې هېواد ته داخل شي خو دا فکرونه یې اوبو یوړل”

دی وایي، ” د نظامي مبارزو په اوج کې د امریکا سل زره پوځ هم په دې هېواد کې نتیجه نه ده ورکړې”

لوخین ښودلې چې افغانستان د چین او روسیې په منځ کې پروت دی او امریکا هغوی اصلي لوبغاړي حسابوي.

ده ویلي، “معلومه ده چې امریکا په بشپړه توګه له افغانستانه نه وځي او د دوی دا مدیریت د خپلو لګښتونو کمولو او هلته د خپل شتون په خاطر دی.”

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ له عمران خان سره په لیدنه کې ویلي دي که دی وغواړي د افغانستان جنګ په یوه اوونۍ کې ګټلی شي چې د میلیونونو انسانانو ژوند ته په‌کې خطر دی، ځکه خو داکار نه کوي.

ټرمپ همدا شان ویلي چې هیواد یې کولای شي په لسو ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې وباسي، خو ټینګار یې کړی چې پاکستان د افغان سولې په دې پروسه کې ګټور او رغوونکی رول لوبولی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.