بلوڅ بېلتون غوښتونکي د امریکا تور لېست کې شاملېږي

بلوڅ بېلتون غوښتونکي د امریکا تور لېست کې شاملېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان بېلتون غوښتونکي د ترهګرو تور لېست کې شاملوي.

د امریکا د بهرنو چار وزارت اعلان کړی چې هغوی د بي ایل ای ډله د ترهگرو په تور لېست کې شاملوي او له دغې ډلې سره هر ډول ورکړه راکړه به غیر قانوني وي.

د امریکا د بهرنو چارو وزرات د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې بېلتون غوښتونکي بلوڅان بلوچستان کې پوځیان او ملکي وګړي په نښه کوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات د امریکا د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او ویلي دي چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې په کنټرول کې به واشنګټن سره مرسته کوي.

چې په پاکستان کې پوځ د بلوچستان د ازادۍ د ځواک په نوم د دغې ډلې پر ضد له ٢٠٠۴ کال راهیسې عملیات کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.