بلوچستان کې موټرسایکل بم ۵ پولیس وژلي دي محور؛ چهارشنبه، د زمري میاشتې نهمه: د پاکستان پولیس وايي: نن مخکې له غرمې د کویټې ښار په اړوند سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو په کتار موټر سایکل بم چاودنه شوې ده چې له امله یې ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. یاده پېښه کې د پولیسو په ګډون ۲۲ نور ټپيان شوي هم دي. تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې هم پر پاکستانیو ځواکونو مرګوني بریدونه شوي وو.
Leave a Reply