بلوچستان کې ۱۵ وسله وال وژل شوي

پاكستان د دغه هيواد په بلوچستان ايالت كې په عملياتو كې پنځلس تنه وژلي دي. د بلوچستان حكومتي چارواكي وايي دا عمليات په قلات سيمه كې د هغه ډلې پرضد شوي چې فعاليتونه يې غير قانوني دي. دغه چارواكي وايي په دې عملياتو كې پنځلس شكمن وسله وال وژل شوي او دوه پاكستاني سرتيري هم ټپيان شوي دي. د بلوچستان حكومت وياند انوارالحق وايي له دغو كسانو څخه په ډيره كچه وسله هم ترلاسه شوې ده . پاكستان په دغه ايالت كې د وسله والو پر ضد عمليات كوي، خو بلوچان وايي چې په دې عملياتو كې له كومو شواهدو پرته ملكي خلك وژل كيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.