بلچراغ ته تازه  دمی ځواک ورسېد

بلچراغ ته تازه  دمی ځواک ورسېد

د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالي چې تازه له طالبانو نیول شوې ده، د لا ښه امنیت تامین په خاطر دغې ولسوالۍ ته تازه دمی ځواک ور رسېدلی دی.

 

ملي دفاع وزارت وايي، دغه ولسوالۍ کې لا هم د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي او هغه سیمې چې اوس هم د طالبانو په منګولو کې دي، دوی به یې ترې ونیسي.

 

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ د بېرته نیولو په عملیاتو کې، د بلچراغ ولسوالۍ ته د ټاکل شوي يوځي قومندان مولوي عبدالله مشهور په بلال، د طالبانو نامتو سرګروپ ملامحمد مشهور په څڼیور( موی دار) او د طالبانو د ۳۰ کسیزې ډلې د مشر ملاحمیدالله په ګډون ۱۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۳۰ تنه ټپیان او ۱۰ تنه د شته پوځي تجهیزاتو سره ژوندي نیول شوي دي.

 

همداراز د بلچراغ ولسوالۍ د حمام چشمه سیمه، چې د نشر په کلي کې موقعیت لري، د طالبانو په یو پنډغالي او مهمې قرارګاه باندې، د افغان ځواکونو د هوايي برید په ترڅ کې ملاحفیظ الله مشهور په ظالم کش د خپلو ۱۹ افرادو سره وژل شوی او ده ته اړوند ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.