بهرامي: ایران په قدرت کې د طالبانو د مشارکت غوښتونکی دی

بهرامي: ایران په قدرت کې د طالبانو د مشارکت غوښتونکی دی

کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وایي، ایران غواړي چې طالبان په قدرت کې شریک شي، خو هېڅکله نه غواړي چې ټول قدرت دې هغوی ته وسپارل شي.

 

بهرامي ویلي طالبان باید له اوسني نظام سره یو ځای شي، خو د راتلونکي په اړه پرېکړه باید خپله افغانان وکړي.

 

هغه ټینګار کړی چې په هېڅ صورت ددې پلوي نه دي چې ټول قدرت دې طالبانو ته ورکړل شي.

 

بهرامي څرګنده کړې چې د افغانستان د سولې بهیر راتلونکې تیاره ده

 

بلخوا د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار هم له زلمي خلیلزاد غوښتي چې د افغانستان د سولې بهیر جزییات دې له حکومت او ملت سره شریک کړي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.