نیویارک ټایمز: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت راغلی

نیویارک ټایمز: له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت راغلی

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت رارسېدلی دی لیکنه خپره کړې ده

ورځپاڼه لیکي، واشنګتن پر یوه داسې مأموریت له حده زیات لګښت کوي چې ښایي د متحده ایالاتو ستراتېژیکو سیالانو ته‌یې څه ګټه ورسېږي.

نیویارک ټایمز څرګندوي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا پرېکړه چې اووه زره پوځیان ښایي تر اوړي پورې له افغانستانه وباسي، د خپله ولسمشر د پرېکړې په برخه کې نوې اندېښنې پیدا کړې دي، خو د ورځپاڼې په باور هغه وخت رارسېدلی دی چې ژر یا په ځنډ به امریکا یو مخ له افغانستانه خپل پوځيان بهر کړي.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان جغرافیایي موقعیت او قومي ترکیب دغه هېواد له لویې ستونزې سره مخامخ کړی دی کنه امریکا چې څومره لګښت په افغانستان کې کړی دی خامخا یې ستونزې هوارېدې

وړاندې له دې هم له افغانستان څخه  بهرنیو ځواکونو د وتلو راپورونه ورکړل شوي و، چې افغان حکومت يې پر وړاندې عادي غبرګون وښود.

افغان حکومت ویلي: بهرني ځواکونه یوازې افغان سرتېرو ته مشوره ورکوي او افغان پوځیان اوس کولای شي په خپلواک ډول له خپل هېواده د دفاع وکړي

Leave a Reply

Your email address will not be published.