د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري ویلي، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به د هېواد په روان امنیتي او سیاسي وضعیت کوم تاثیر ونه کړي.
د چخانسوري په وینا، افغان سرتېري اوس تر بل هر وخت پیاوړي شوي
بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا له افغانستان څخه خپل پنځوس سلنه سرتېري کاږي
د امریکا دفاع وزارت تازه ویلي، چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو پر وتلو غور کوي
ناټو هم اعلان کړی، چې افغان سرتېري پیاوړي شوي او دوی به له افغانستان سره خپلو هر ډول مرستو ته دوام ورکړي.
Leave a Reply