بهرنیو چارو وزارت له اصلاحاتو تېښته کوي

بهرنیو چارو وزارت له اصلاحاتو تېښته کوي

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي چوپړتیاوو کمېسیون ویلي، بهرنیو چارو وزارت د دې کمېسیون له اصلاحي پروګرامونو تېښته کوي او سترګې پرې پټوي.

یاد کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، بهرنیو چارو وزارت کې د  اصلاحي برنامو تطبیق برخه کې له نه مرستې خوښ نه دي.

د اداري اصلاحاتو کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، د کمېسیون او بهرنیوچارو وزارت د ګډ مهال وېش له مخې، ټا کل شوې وه چې د ۲۰۱۸ کال سپتمبر میاشت کې د دغه وزارت له کار کوونکو څخه د ژبې ظرفیت معلولو ازموینه پيل شي او دغه مهال وېش له رسنیو سره هم شریک شو او د ازموینې د کړنلارې له تصویب او پلي کولو لپاره یې د زمینې د برابرولو لپاره کمېسیون هیله من وو چې د ازموینې پایلې به تر دسمبر پورې وروستۍ او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې شي، چې د پرلپسې څارنې سر بېره، داسې ونشول.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د بهرنیو چارو وزارت ګډې ارزونې ښيي چې د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر کار کوونکي په انګلیسي ژبه او د ملګرو ملتونو د کارونې په یوه ژبه باندې د لازم پوهاوي د نشتوالي له امله، نشي کولای چې د دندې اړوند ټولې چارې په ښه توګه پرمخ یوسي.

له دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت، د ژبې په اړه، د دغه وزارت د کارکوونکو د چنګاښ میاشتې رپوټ  ولسمشر ته وړاندې کړی وو، خو هغه ارزونه د ټافل، ای بي ټي او ایلټس له معیارونو سره برابره نه وه او د کمېسیون لخوا و نه منل شوه.

د ولسمشر د حکم له مخې، تقاعد ته د دغه وزارت د ۲۴ تنو کارکوونکو او لوړ پوړو د یپلوماتانو سوق کېدل، له ارزونې وروسته د لېسانس له کچې ټيټې درجې زده کړو د ۴۹ تنو کار کوونکو منفکي او د بهرنیو چارو وزارت سازماني جوړښت د اصلاح په برخه کې ابتدايي کړنې، دغه وزارت کې له مخکې اصلاحي کړنو څخه وې.

د ارزونې له مخې، غیر متناسبه او غیر مسلکي ګومارنې، استخدامي پړسوب « تورم» په سیاسي او کنسلي څانګو کې د دندې له پای ته رسېدو وروسته، د کادرونو تېښته، د دندو په ټاکلو کې سیاسي او د خپلوۍ اړیکې، ترفېع، مکافات او مجازات، په پراختیايي برخو په تېره، د سفارتونو او کنسلګریو پروژو په برخه کې فساد او ناغېړي، سیاسي څانګو ته د وزارت د بود یجې ناسم انډول، د درجې معیار له مخې د سیاسي څانګو د طبقه بندۍ نشتوالی، د وزارت د بودیجې د لګولو په برخه کې د پلاني لرلید نشتوالی، د اړیکو اهمیت او د کادرونو د روزنې په برخه کې د دوامداره او منظم عملياتي پلان نشتوالی، د بهرنیو چارو په وزارت کې له کمزورو برخو څخه دي.

د یوې فعاله، مسلکي، اغېزمنې، ژمنې او له اوسنیو ستندردونو سره سم، د د یپلوماسۍ دستګاه لرل او د ملي یووالي حکومت د بهرني سیاست د لومړیتوب له مخې، د د یپلوماسي د ستګاه د سازماني جوړښت او د انساني او مادي سرچینو تنظیم، په بهرنیو چارو وزارت د اصلاحاتو له موخو څخه دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.