بهر میشتو افغانانو ته به پیژند پاڼې او پا سپورټونه ورکړل شي

په يو شمېر هېوادونو کې هغو افغان کډوالو ته د هويت تر تثبيت وروسته د پېژندپاڼو او پاسپورټونو وېش پيل کېږي چې دغه سندونه نه لري.
په همدې موخه، نن په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د کورنيو چارو وزارت د نفوسو د احوالو د ثبت رياست تر منځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو او ټاکل شوې چې تر راتلونکو څو اوونيو پورې به يې عملي چارې پيل شي.
د بهرنيو چارو وزارت د منابعو او اداري چارو مرستيال نصير احمد اندېشه د ياد هوکړه ليک تر لاسليک وروسته خبريالانو ته وويل، دا هوکړه ليک به د يادو ادارو تر منځ د همکاريو لار پرانيزي، ترڅو په پاکستان، ايران او د خليج حوزې په هېوادونو کې په منظم ډول د افغان کډوالو هويت تثبيت او تذکرې ورکړل شي.
اندېشه وايي، تر دې وړاندې يې هم په څو عربي هېوادونو په ځانګړي ډول سعودي او عربي متحده اماراتو کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پيل کړې، چې هره ورځ يې شاوخوا ۱۰۰۰ پاسپورټونه وېشلي دي. د کډ‌والو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالۍ د چارو مرستياله ډاکټره عالمه وايي، ډېری افغان کډوال چې په بهرنيو هېوادونو په ځانګړي ډول په پاکستان او ايران کې د کډوالۍ ژوند کوي، افغاني تذکرې او پاسپورټونه نه لري چې په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د نفوسو د احوالو د ثبت ادارې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې دننه هم يواځې کابو ١٢ ميليونه کسان تذکرې لري او شاوخوا ١٨ ميليونه داسې کسان دي چې د پېژندګلوۍ او هويت اسناد نه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.