بوټو: پوځ غواړي د قبایلي سیمو خلک له زده کړو بې برخې کړي

بوټو: پوځ غواړي د قبایلي سیمو خلک له زده کړو بې برخې کړي

د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو وايي، چي د پوځ لخوا په قبایلي سيمو کې د ۱۴۴ مادې د جاري کولو سره نه شي کېدای چي رڼې ټاکنې ترسره شي.

بوټو تېره ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، پوځ غواړي قبایلي سیمو کې ولسونه له زده کړو بې برخې کړي او د پرمختګ مخه يې ډب کړي.

نوموړي وويل، چي حکومت په زور او جبر سره خپل مخالفين خاموشه کول غواړي او په دې سره دوی هڅه کوي چي د حکومت لخوا ټول هغه فرمانونه صادر او عملي سي کوم چي ددوی زړه غواړي.

پاکستاني رياست د مي مياشتي له ۲۶ نېټې څخه کله چې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کي پوځ پر پي ټي ايم بريد وکړ په سيمه کې یې ګرځبنديز لګولی دی.

د پوځ په دغه بريد کي چي د پي ټي ايم پر بې وسلې خلګو ئې وکړ ۱۶ تنه ئې شهيدان کړل او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

Leave a Reply

Your email address will not be published.