بوکوحرام ډلې وروسته له دریو کلونو ۸۲ تښتول شوې نجونې خوشي کړې

د نایجریا ولسمشرۍ دفتر وايي، د بوکو حرام اورپکې ډلې له منګولو یې ۸۲ تښتول شوې نجونې ژغورلې دي.
کابو درې کاله وړاندې بوکو حرام سخت دریځې ډلې ددغه هېواد د سوېل ختیځ له چیبوک د ښوونځي ۲۷۶ نجونې وتښتولې، چې نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.
چارواکي وايي، د نجونو د خلاصون دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی، چې حکومت له بوکو حرام ډلې سره د هغوی د بندیانو د خوشي کولو پرسر خبرې وکړې.
د ۲۰۱۴ کال اپرېل میاشت کې بوکو حرام اورپکو په چیبوک کې د نجونو پر لېسې برید وکړ، خو ایله ۵۰ نجونې ترې وتښتېدې او نورې یې له ځانه سره بوتلې. اته کاله وړاندې د بوکو حرام د بغاوت له پیلېدا راهیسې د یادې ډلې له خوا زرګونه کسان تښتول شوي او وژل شوي دي.
حکومت وايي، له دې ډلې سره په نښتو او د هغوی په بریدونو کې کابو ۳۰ زره کسان وژل شوي او سلګونه زره نور له خپلو مېنو وتلو ته اړایستل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.