بياهم ترافكي پيښه

ټكرپه غزني كې په يوه ترافكي پيښه كې درې تنو ژوند له لاسه وركړى او ۲۶ نور ټپيان دي. د غزني د ترافيكو مدير محمد الله احمدي وايي چې دې كسانو ته نن سهار هغه وخت مرګ ژوبله واوښته چې د غزني د آب بند ولسوالې په پل آهن سيمه كې يوه ۳۰۳ بس له يوه ټانكر سره ټكر وكړ او ټانكر اور واخيست. هغه وايي په دې پيښه كې درې تنه مړه شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. نوموړى وايي ښايي د مړو شمير لوړ شي ځكه چې ځينې كسانو ډير سوځيدلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.