تاجکستان په بلخ کې د خپلو د پلوماتانو په اړه اندیښنه لري

تاجکستانتاجکستان په بدخشان او کندوز کې خپلې کونسلګرۍ تړلي دي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د تاجکستان سفارت ورته په یوه رسمي لیک کې ویلي، چې په بدخشان او کندوز کې یې د کونسلګریو د تړلو لامل نا امني ده.

سرچینه زیاتوي تاجکستاني چارواکو افغان لوري ته ډاډ ورکړی، چې د کونسلګریو تړل به یې د کابل دوشنبې په اړیکو منفي آغېز ونه کړي. رپوټونه وایی چې تاجکستان غوښتل په مزارشریف  کې هم خپله کنسلګري وتړي خو محلي چارواکو نه دي پریښودي او ډاډ یې ورکړی چې د دغه کنسلګری امنیت به ساتي.

تاجکستان دا کار وروسته له هغې وکړ، چې په وروستیو کې په بلخ کې د هند او ننګرهار کې د پاکستان پر کونسلګریو ډله ییز بریدونه وشول.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې تاجکستان په ځلونو اعلان کړی دی چې افغانستان له جفرافیايي پلوه د تاجکستان لپاره د سيند د دروازې په څېر ده او له همدې امله په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو ټینګښت د تاجیکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري، په پنځو وروستیو کلونو کې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې ۵۰ سلنه زیاتوالی موندلی دی او تراوسه د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د همکارۍ ۸۰ سندونه او تړونونه لاسلیک شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.