د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمن ویلي: دوی افغانانو په مشرۍ د سولې له مذاکراتو ملاتړ کوي او روانې هلې ځلې ستایي.
د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپور له مخې رحمان ټینګار کړی چې تاجکستان د خپل ګاونډي، د افغانستان د دوست دولت او د نړیوالو د سولې د روانو هڅو تل کلک ملاتړ کړی دی.
نوموړي دا هم ویلي چې افغانستان کې امنیت د ټولو په ګټه دی او باید له دغه بهیر ملاتړ وشي
هغه زیاته کړه چې د تل پاتې سولې تر تامین وروسته باید له دغه هېواد سره مرسته وشي چې نړیوال ترهګر بیا د فعالیت ريښې ونه کړي.
Leave a Reply