«تاج محمد جاهد» نابغه دی !؟

تاج الدین جاهدتاسو د کورنیو چارو وزارت د نوي نوماند تاج الدین جاهد بیوګرافي چې په خپله یې خپره کړې وګورئ لومړی وخاندئ او وروسته مو که وجدان درلود نو د خپل هیواد په حال وژاړئ:

  • ۱-  د جاهد د سوانحو له مخې داښاغلی په ۱۳۴۴ ل کال کې پیدا شوی او په ۱۳۶۱ل کال کې یې جهاد پیل کړی دی، په داسې حال کې چې دولسم ټولګی یې هم مخکې بشپړ کړی و.
    ټول پوهیږي د یوه ښوونځي زده کوونکی که ناکام نه شي چې په اوه کلنی کې ښوونځي ته شامل شي نو ۱۲ کاله ورته اړتیا ده چې ښوونځی بشپړ کړي چې عمر یې تر ۱۹ کلونو پورې رسیږي، په داسې حال کې چې جناب جاهد تر ۱۷ کلنې مخکې لیسه پای ته رسولې او په جهاد یې پیل کړی و؟

دا څنګه کیدای شي ؟
شونې ده ؟

  • ۲-  د کورنیو چارو وزارت د نوماند « جاهد» د سوانحو له مخې هغه په پاکستان کې د نرسنګ په برخه کې تحصیل کړی ، خو د پاکستان په کوم پوهنتون او یا انستیتیوت کې؟ او یایې هم د نرسنګ کوم کورس لوستی؟ داروښانه نه ده.
  • ۳- په دې برخه کې ښه ځیر شئ په ۱۳۷۱ل کال کې د جهادیانو په بریالیتوب سره څوک چې نرس دی او د نرسنګ کورس یې لوستی یوځل د برید جنرالی رتبه اخلي. څنګه؟ څه ډول؟ کوم قانون دا اجازه ورکوي چې یوه نرس ته د برید جنرالی رتبه ورکړل شي؟ د رباني د دولت قانون؟
  • ۴- جناب جاهد نابغه دی: د لنډمهالې ادارې په جوړیدو سره په یوه کال کې توانیدلی حربي پوهنتون پای ته ورسوي او په عالي درجه خپل دپلوم واخلي، په داسې حال کې چې په عین وخت کې د «۰۵۵» فرقې قوماندان هم و!!عجیبه نه ده ؟ حربي پوهنتون یو کال دی که څلور کاله؟
    آیا یو څوک اجازه لري چې هم د فرقې قوماندان وي او هم د حربي پوهنتون محصل؟
    او دا څه ډول حربي محصل دی چې حتی مخکې له محصلی برید جنرال و؟؟؟
  • ۵- په ۲۰۰۲ کال کې یې د تورن جنرالی رتبه اخیستې ده ! جالبه نه ده ؟  نابغه صاحب په یوه کال کې حربي پوهنتون تمام کړی او په بل کال کې راسن تورن جنرال شوی دی. د برښنا په شان چټک !
  • ۶-  د جناب جاهد نورې دندې هم د برښنا په شان چټکې وګڼی.

ماشيني جنرالانیادونه: د داسې بیوګرافیو او نوماند وزیرانو په لیدو انسان د زړه له تله آرزو کوي څومره به ښه و چې په افغانستان کې نه وی زوکیدلی. دوی د شرم په نامه څه نه پیژني د عسکري نظام او تحصیلي بنسټونو مسخره کول څومره بد دي.

هغه شخص چې د ښوونځي له فراغته نیولې د جنرالی تر رتبو پورې یې ټول جعلي وي ، کولای شي د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده اجرا کړي؟

ښه به نه وه چې د دومره ساخته کاریو او جعلي بیوګرافې د جوړولو پر ځای یې صادقانه لیکلي وای چې تر لسم ټولګي پورې یې زده کړه کړې او وروسته ټول عمر له شورای نظار سره و، غوره به نه وه ؟

لږترلږه واقعیت یې بیان کړی وای خدای ج هیڅلکه د هغه ملت حال نه بدلوي ترڅو یې چې په خپله هغه ملت ونه غواړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.