د کندهار سرپرست امنیه قوماندان او د جنرال رازق ورور تادین خان ویلي: استعماري سرحدونه به هېڅکله پښتانه سره جلا نه شي کړای
د تادین خان په خبره، لر او بر پښتانه سره، د وینې، فرهنګي او نورې ژورې اړیکې لري او پاکستان به یې هېڅکله په منځ کې درز جوړ نه شي کړلی.
د تادین خان په خبره، پښتانه په خیبر پښتونخوا کې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي او باید هغوی ته خپل حق ورکړل شي.
په دې وروستیو کې د هېواد د لوړ پوړو چارواکو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه غږونه زیات شوي دي
له ولسمشر او صالح وروسته، تادین خان هم د پښتنو د حق غوښتنې د مبارزې دفاع کړې ده
Leave a Reply