تادین خان: د بارکزي قاتلین هرو مرو نیسم

تادین خان: د بارکزي قاتلین هرو مرو نیسم

د کندهار سرپرست امنیه قوماندان  تادین خان ویلي: د ولسي جرګې د مخکېني غړي عبیدالله بارکزي د وژونکو د نیولو لپاره به له ټول توان کار واخلي.

 

تادین خان په ټینګار سره ویلي: لومړنیو څېړنو ښودلې چې وسله والو بریدګرو لومړی له عبیدالله بارکزي سره ټلفوني خبرې کړې دي، وروسته یې له ساتونکو لیرې کړی دی او بیا یې پرې برید کړی دی.

 

د ولسي جرګې مخکېنی غړی عبیدالله بارکزی تېره ورځ د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د نا پېژانده وسله اولو په برید کې ووژل شو.

 

د بارکزي وژلو پراخ غبرګونونه راپورته کړي دي او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published.