تخار كې په يوه نښته كې دوه تنه وژل شوي

نور محمد حکیمیپه تخار كې په يوه نښته كې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. د تخار د امنيې قوماندان نورمحمد حكيمي وايي چې دا نښته نن  له غرمې وروسته د چآه آب ولسوالې په نورآبك سيمه كې شوې ده. هغه وايي د سيمې خلكو د سروزرو د استخراج په يوه خصوصي شركت بريد كړى چې وروسته د  دغه شركت ملاتړ ته نور د سيمې خلك ورغلي او ترمنځ يې نښته شوې ده.

هغه وايي په دې نښته كې د هغو خلكو څخه دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي چې د كان د را ايستلو د شركت پرضد را پورته شوي وو.

د تخار د امنيې قوماندان  وايي امنيتي ځواكونه يې سيمې ته ليږلي او جګړه دريدلې ده. چارواكي وايي د شركت پرضد را پورته شوي خلك وايي چې دغه شركت له دوى سره ژمنه كړې وه چې هركال به د ولسوالې د بيارغونې په چارو كې مرسته كوي، خواوس يې چې څو كاله تير شوي دا مرسته نه ده شوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published.