تخار کې د دوو اونیو جګړو ۳ زره کورنۍ بېځایه کړې دي

تخار کې د دوو اونیو جګړو ۳ زره کورنۍ بېځایه کړې دي

د تخار ولایت په مرکز او یو شمېر سیمو کې د طالبانو بریدونو او افغان ځواکونو د عملیاتو له امله له ۳۰۰۰ زیاتې کورنۍ اړ شوي چې خپلې کورنۍ پرېږدي.

د سیمې خلک وايي، د ځان او کورنۍ د نورو غړیو د ساتلو لپاره اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي.

د جګړو له سیمې کډه شوې کورنۍ وايي، له لسو زیاتې ورځې کېږي چې کډه شوي دي؛ خو سیمه ییزه اداره يې په حال لا هم خبره نه ده.

هغوی نیوکه کوي چې د مرستو په وېش کې هم انډول ته پام نه کېږي.

د تخار والي عبدالحق شفق هم منلې چې زیاتې کورنۍ د جګړو له امله بېځایه شوې دي.

د هغه خبره، له یو شمېر کورنیو سره یې مرستې کړې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.