تدامیچي: سوله او ټاکنې دواړه مونږ ته لومړیتوب لري افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره یا یوناما وايي، سوله او ټاکنې دواړه ورته لومړیتوبونه دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یاماماتو ویلي، سوله او ټاکنې دواړه راته مهمې دي. نوموړي ټینګار کړی چې غواړم واضح ووایم، مونږ نه شو کولای د یو بهیر لپاره بل بهیر پرېږدو. هغه ویلي چې دواړه بهیرونه باید په پوره ژمنتیا سره مخ ته لاړ شي. تېره ورخ کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلي و چې دواړه بهیرونه ورته مهم دي او دواړو ته باید چمتووالی ونیول شي.
Leave a Reply